د بلخ ولایت مرکز مزارشریف کې د تبیان په نوم فرهنګي مرکز کې د غونډې پر مهال چاودنې مرګ ژوبله ا اړولی.

0
86

د بلخ ولایت مرکز مزارشریف کې د تبیان په نوم فرهنګي مرکز کې د غونډې پر مهال چاودنې مرګ ژوبله ا اړولی.

11 مارچ شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ‏نن ورځ ۱۱:۳۰ دقیقې د بلخ ولایت مزارشریف ښار د دوهمې امنیتي حوزې اړوند په تبیان فرهنګي مرکز چې په اهل تشیع هیوادوالو پورې اړوند دی د ځای پر ځای شوي ماین له امله چاودنه رامینځته شوه.

د یاد وزارت ویاند لیکي چې بدبختانه په دې چاودنه کې پنځه تنه خبریالان، درې تنه ماشومان چې جمله ۸ تنه کیږي ټپیان دي او یو تن د یاد فرهنګي مرکز ساتونکی په شهادت رسیدلی.

 

نوموړی زیاتوي چې د ټپیانو صحي وضعیت د ډاډ وړ دی، د پیښې ځای ته امنیتي ځواکونه رسیدلی او تر څار لاندې ده.

اړوند موضوعات

بر اثر انفجار در ولایت بلخ، والی این ولایت و یکی از اعضای مهم امارت اسلامی مولوی دواد مزمل جان باختند.

 

خو بل طرفته د خبریالانو مصونیت کمیټه وایي چې په یاده چاودنه کې ۲ تنه خبریالان وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپیان دي.

Leave a reply