اسلامي امارت د ایران او سعودي حکومتونو د روغې جوړې هرکلی کړی او دا یې د سیمې د امنیت لپاره غوره ګام ګڼلی.

0
193

اسلامي امارت د ایران او سعودي حکومتونو د روغې جوړې هرکلی کړی او دا یې د سیمې د امنیت لپاره غوره ګام ګڼلی.

11 مارچ شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې د ایران او سعودي حکومتونو تر مینځ د روغې جوړې هرکلی کړای شوی.

 

خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د سعودي عربستان مملکت او د ايران اسلامي جمهوريت ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو بيا پيل هرکلی کوي او دا مثبت اقدام په سيمه کې د سولې او ثبات د ټينګښت پر لور مهم ګام ګڼي.

 

خبرپاڼه زیاتوي اسلامي امارت د خپل متوازن بهرني سياست په پام کې نيولو سره د سعودي او ايران ترمنځ ديپلوماتيک پرمختګ په سيمه کې د څو اړخيزو اړيکو او همکاريو غوړېدو سره مرستندوی ګڼي.

اړوند موضوعات

د ایران او سعودي حکومتونو موافقه کړی چې د یو بل سره اړیکې ورغوي او خپل سفارتونه پرانیزي.

 

 

همدا راز اسلامي امارت د چين ولسي جمهوريت له هڅو هم مننه کړی، چې د سيمې د ثبات لپاره يې د سعودي او ایران ترمنځ د خبرو کوربه توب کړی دی.

Leave a reply