د اسلامي نړۍ د دوو مهمو هېوادونو ایران او سعودي عربستان ترمنځ د روغې جوړې رسمي هوکړه وشوه

باغي ټي وي رپورټ

د اسلامي نړۍ د دوو مهمو هېوادونو ایران او سعودي عربستان ترمنځ د روغې جوړې رسمي هوکړه وشوه، د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې بېرته عادي شوې، دواړو هېوادونو هوکړه وکړه چې ژر تر ژره خپل سفارتونه پرانیزي او دواړه هېوادونه به د یو بل په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.
د اړیکو د بیا رغولو پریکړه په بیجینګ کې د چین په منځګړیتوب غونډه کې وشوه.

د یادولو وړ ده چې په ۲۰۱۶ کال کې سعودي عربستان مشهور شیعه عالم ایت الله باقر النمر د حکومت ضد غورځنګ د چلولو په تور اعدام کړ چې وروسته په ایران کې مظاهره چیانو د سعودي پر سفارت برید وکړ او د ایران ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې پرې شوې.

دا د څه دپاسه ۵۰ مسلمانو هیوادونو لپاره د شرم او افسوس ځای دی چې د دومره زیات شمیر مسلمانو هیوادونو په شتون کې دوه اسلامي ورورولي هیوادونه ایران او سعودي عربستان نه دي توانیدلي چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې پرې شوې ډیپلوماټیکې اړیکې بیرته ورغوي. او هیڅ اسلامي هیواد هم په دې مسله کې جدي لیوالتیا نه ده ښودلې، د پاکستان په ګډون ډیرو اسلامي هیوادونو د ایران او سعودي د اړیکو د بیا رغولو لپاره د شونډو د ادا کولو پرته بل څه نه دي کړي.
د اسلامي همکاریو سازمان په دې برخه کې کوم مهم رول نه شي لوبولی.
دا معلومه نه ده چې د دې تر شا د اسلامي هیوادونو خنډونه یا ګټې او زیانونه څه وو.

خو نن ورځ یو نامسلمان او کفري هیواد، د چین ولسي جمهوریت (چې له اسلام او مسلمانانو سره یې لیرې اړیکې هم نه لري) د عراق او سعودي عربستان د دوو مسلمانو هیوادونو ترمنځ د سوله ییزو ډیپلوماتیکو اړیکو په ټینګولو بریالی شوی دی.
الله جل جلاله ښه پوهیږي چې د دې اړیکو د بیا رغولو تر شا د چین هیلې، نیتونه او ګټې څه دي، د چین له خوا د دواړو اسلامي هیوادونو تر منځ له څو کلونو راهیسې د خرابو اړیکو د بیا رغولو او د مسلمانانو او اسلامي نړۍ د یووالي د ټینګولو تر شا څه دي؟

پراخ عقل او هوښيارۍ ته اړتيا ده چې په دې مسله کې د تېروتنو او نيمګړتياوو په ګوته کولو سره د شکونو د پيدا کولو پر ځای، باور او هيله ولرو چې دا د اسلامي نړۍ لپاره يو ډېر مهم او مثبت پرمختګ او نېکمرغي ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载