نوې ژوند فلاحي او کلتورې تنظیم د امن ایوارډ ۲۰۲۲ دستوره به په ۱۷ مارچ اسلام آباد کښې ترسره شي

فایل فوټو: نسیم مندوخیل چې د نوي ژوند تنظیم یو فعال کارکوونکې دې.
نصیب شاه شینواري
د کال ۲۰۲۲ د امن ایوارډ دستوره به په ۱۷ مارچ د پاکستان نیشنل کښې ترسره شي، دا دستوره او امن ایوارډ د نوي زوند فلاحي او کلتوري تنظیم له لوري پښتنو لیکوالانو، خبریالانو او انځورګرو لپاره تابیا شوې چرته به چې دا لیکوالانو د پښتو ژبې د خدمت په بدله کښې په ایوارډونو او ستاینلیکونو سره
ونازولې شي.
رسنیو سره خبرو کښې د نوي ژوند تنظیم یو فعال کارکوونکې او مشر نسیم مندوخیل اوویل چې زمونږ د تنظیم دا مقصد دې چې پښتانه لیکوالان،خبریالان او هنرمند ددوي د خدمت کولو په بدل کښې وستایو او ددوی حوصلې لوړې کړو.
هغه اویل چې د لیکوالانو او خبریالانو لپاره مو تیر کال هم د امن ایوارډ ورکړې وو او د کال ۲۰۲۲ امن ایوارډ دستوره به هم په راروان ۱۷ مه نیټه د اسلام آباد په پی این سی سی ، پاکستان نیشنل کونسل آف آرټس اسلام آباد کښې ترسره شي.

د نوي ژوند تنظیم دفتر څخه خپور شوي یو بیان مطابق د مورنیو ژبو نړیوالې ورځې 21 فبروري 2023 په ورځ د نوي ژوند د دویم امن ایوارډ د سیالۍ دپاره له جنوبي پښتونخوا او خیبر پښتونخوا د بېلا بېلو سیمو انځورګرو خپل انځورونه لیږلي وو چې د سینئر انځورګر ججانو د سخت جاج اخستلو نه پس د ړومبي ایوارډ دپاره له درګۍ ملاکنډ څخه د تکړه انځور ګرې الماس خانم جان جوړ کړي انځور و ټاکلو ، د جنوبي پښتونخوا ژوب Zhob نه د تکړه انځور ګرې پلوشه رڼا انځور و ټاکلو او د درېیم ایوارډ دپاره یې د دوه تکړه انځور ګرو انځورونه غوره کړل چې یو د مردان شیر ګړھ تکړه هنرمند ، انځور ګر او قام پال مفتي معاذ همدرد جوړ کړی انځور او بل انځور د بټ خیلې ملاکنډ تکړه انځور ګرې ګل ورین انځور و ټاکل شو چې د مارچ د میاشتې په اولسمه نېټه به په اسلام آباد کښې د نوي ژوند په دستوره کښې ور کول کیږي.






