د پنجاب نگران وزيراعلي محسن نقوي وئيلي دي چې د ټويټ نه به نه ډاريږي او تر فشار لاندې به نه راځي

باغي ټي وی رپورټ
لاهور: د پنجاب نگران وزيراعلي محسن نقوي وئيلي دي چې د ټويټ نه به نه ډاريږي او تر فشار لاندې به نه راځي.
لاهور کې دخبرو په مهال دپنجاب نگران وزيراعلي محسن نقوي وئيلي دي چې مونږ خپل کار وکړو، په سياست کې چې څه غواړې هغه کوه، ماته هيڅ اعتراض نشته.
هغه وویل چې زه فکر نه کوم چې تاسو په سیاست کې څه کول غواړئ، مګر موږ هم میرمنې او ماشومان لرو، نو دوی په مینځ کې مه کشوه.
نگران وزيراعلي وويل په 30م اپريل ټولټاکنې دي، ماحول خرابولو هڅې کيږي، ده په ما د وژنې تورونه لګولي، آيا دا اسانه ده؟ دوی په ښکاره ادعا کوي چې وژل شوي، دا ظلم دی، په دروغو تورونه مه لګوئ، دوی ټول ګمراه کوي، دا ظلم دی.
محسن نقوي زیاته کړه چې کور ته به ځي خو تر فشار لاندې به نه راځي، له ګواښونو، بدګومانیو او ټویټونو به نه ډاریږي.






