ساحلي ګارډ په ګوادر کې د عملياتو په مهال د څه دپاسه ١١ ميليونه ډالرو په ارزښت نشه يي توکي نيولي دي
باغی ټی وی رپورټ
ساحلي ګارډ په ګوادر کې د عملياتو په مهال د څه دپاسه ١١ ميليونه ډالرو په ارزښت نشه يي توکي نيولي دي.
د ساحلي ګارډ د وياند له مخې، کله چې دوو مشکوکو ګاډو ته د ګوادر په دره کې د ودرېدو اشاره وشوه، تورن کسان د موټرو د سرعت په زياتولو سره د تېښتې هڅه وکړه.
د ساحلي ګارد د وياند په وينا، له دغو موټرو څخه ١٦٥٠ کيلوګرامه چرس او ٦٩ کيلوګرامه د لوړ کيفيت يخ نيول شوي دي.
د نوموړي په وينا، په نړيوال بازار کې د يادو نشه يي توکو ارزښت شاوخوا ١١٧٠ ميليونه ډالره دى او وېره ده، چې دغه نشه يي توکي د سمندر له لارې بهر ته قاچاق کېدل.