د پاکستان تحریک انصاف مشر فرخ حبیب تور لګولی چې د ده د ګوند د وژل شوي کارکن علي بلال نازک اعضاء پرې شوې دي
باغي ټی وب رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف مشر فرخ حبیب تور لګولی چې د ده د ګوند د وژل شوي کارکن علي بلال نازک اعضاء پرې شوې دي.
خپل يو بيان کښې فرخ حبيب وئيلي دي چې ذولشاه باندې سخت تشدد شوی او د بدن نازکې برخې يې پرې کړې شوي دي، د تشدد ثبوتونه له مينځه وړل شوي او ايف آئي آر درج نه کړے شوے ولې پوسټ مارټم افسر هم معطل کړے شوے دے۔
فرخ حبیب زیاته کړه چې د روغتون ایم ایس بدل شوی، د ذالشاه په وارثانو فشار اچول کیږي، طالب محسن نقوي په شهادت رسول کیږي.
ياده دې وي چې تر دې وړاندې علي بلال عرف ذال شاه له روغتونه تر وتلو وروسته نيول شوى و.
دسرچينو ترمخه پلټنې ډلې هغه ګاډى هم قبضه کړى چې علي بلال يې راوړى ؤ او په نيول شوؤ شکمنو کې عمر اؤ جهانزيب شامل دي.
د علي بلال مړینه په تېرو څو ورځو کې شوې، د پاکستان تحریک انصاف ګوند ادعا کوي چې علي بلال د پولیسو د تشدد له امله مړ شوی دی.