د ترکیې ولسمشر په دغه هېواد کې د پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو نېټه اعلان کړه
باغی ټی وی رپورټ
د ترکیې ولسمشر په دغه هېواد کې د پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو نېټه اعلان کړه.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ټاکنو د وروستۍ نېټې په اړه د پرېکړې له لاسلیکولو وروسته په خپله ټلویزیوني وینا کې وویل چې د مې میاشتې په ۱۴ مه نېټه به ټول ملت د ولسمشر او د پارلمان د غړو په ټاکنو کې رایې ورکړي.
هغه وويل، چې له ټاکلې نېټې لږ مخکې د ټاکنو د تر سره کېدو پرېکړه يې ځکه کړې، چې د پوهنتونونو ازموينې به د غبرګولي په ١٨مه پيل شي، چې له هغې وروسته به د اوړي رخصتۍ او د حج لپاره چمتووالى پيل شي.
تر دې مخکې په یوه رسمي فرمان کې ویل شوي وو چې هغه زلزله ځپلي چې له خپلو سیمو څخه نورو ښارونو ته کډه شوي دي د رایې ورکولو حق به وساتي او له هغه ځایه به خپله رایه وکاروي.
ولسمشر اردوغان د خپل ټاکنیز کمپاین په اړه وویل چې زمونږ د ټاکنیز کمپاین تمرکز به د زلزله ځپلو په بیا رغونه وي، په داسې حال کې چې د کمپاین پر مهال به موسیقي نه کارول کیږي.
له بلې خوا، څو ورځې وړاندې د اپوزیسیون د شپږو ګوندونو ایتلاف د رجب طیب اردوغان په مقابل کې کمال کلیک داروغلو د خپل ګډ نوماند په توګه وټاکه.
څارونکي وايي چې په ترکیه کې راتلونکې ټاکنې ښايي د تېرې پېړۍ تر ټولو ګټورې ټاکنې ثابتې شي.
د یادونې وړ ده چې د روان کال په فبرورۍ میاشت کې په ترکیه کې د زلزلې له امله ۴۷ زره کسان مړه شوي او تر ۶ لکو زیات کورونه زیانمن شوي وو.