مشهور سوداګر عارف حبيب ويلي دي چې د پوځ له مشر سره له ليدنې وروسته د صنعتکارانو باور زيات شوی دی
باغي ټي وی رپورټ
کراچۍ: مشهور سوداګر عارف حبيب ويلي دي چې د پوځ له مشر سره له ليدنې وروسته د صنعتکارانو باور زيات شوی دی.
عارف حبيب د جيو نيوز خپرونه کې له شاه زيب خانزاده سره خبرو کې وويل چې د پوځ له مشر سره په ليدنه کې ويل شوي چې د IMF مخکني شرطونه پوره شوي او اوس د څو ورځو خبره ده.
هغه زياته کړه، چې په دې ناسته کې دا هم يادونه وشوه، چې د پيسو نړيوال صندوق د دوستو هېوادونو د تمويل لپاره کوم مخکني شرط نه دى ټاکلى، هوکړه به هر وخت اعلان شي.
نامتو سوداګر وويل چې د پوځ له مشر سره له ليدنې وروسته د صنعتکارانو باور زيات شوی، په ځانګړې توګه په هغو برخو کې چې حکومت د پانګونې هڅولو ته اشاره کړې ده.