د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د بلخ د والي مولوي مزمل پر شهادت ژوره خواشیني ښودلی او عاملینو ته یې ژر د سزاء غوښتنه کړی.

0
49

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د بلخ د والي مولوي مزمل پر شهادت ژوره خواشیني ښودلی او عاملینو ته یې ژر د سزاء غوښتنه کړی.

10 مارچ جمعه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د افغان دولت د بلخ ولایت د والي مولوي محمد داود مزمل شهادت باندې ژوره خواشیني ښودلی او په اړه یې تسلیتي پیغام خپور کړی.

 

نوموړي پخپل پیغام کې ویلي چې په ډېرې خواشینۍ خبر شوم، چې د اسلام او افغانستان دښمنانو په یو ناځوانه برید کې د اسلام یو اتل او د افغانستان اسلامي امارت د بلخ والي مولوي محمد داوود مزمل او ورسره یو ملګری په شهادت رسولي دي.

نوموړي مولوي داود مزمل د افغانستان یو میړنی اتل وبللو او زیاته یې کړه چې د اسلام او افغانستان دښمنان باید پوه شي، چې داسې بریدونه د اسلامي امارت حوصله نشي ماتولی او شهادت زموږ تر ټولو ستره هیله ده.

 

همداراز پر امنیتي ځواکونو غږ کوم هر څومره ژر چې کېږي، د پېښې عاملين پيدا او د شريعت او قانون منګولو ته يې وسپاري.

اړوند موضوعات

بر اثر انفجار در ولایت بلخ، والی این ولایت و یکی از اعضای مهم امارت اسلامی مولوی دواد مزمل جان باختند.

 

 

په پای کې نوموړي د شهید مولوي محمد داود مزمل او د ده ملګري ته د الله (ج) له حضور څخه د فردوس جنت ‏او د دوی کورنيو ته د جميل صبر ترڅنګ ټپيانو ته د عاجلې روغتيا دعا کوم.

Leave a reply