یو مسلمان وګړی هند ته د غوښې د لېږدولو په شک وژل شوی دی

باغي ټی وی رپورټ
یو مسلمان وګړی هند ته د غوښې د لېږدولو په شک وژل شوی دی.
د هندي رسنیو د معلوماتو له مخې، دا پېښه د بهار ایالت په سیوان ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې، چېرته چې قهرجنو خلکو یو کس سخت شکنجه کړی چې له امله یې مړ شوی دی.
د هندي رسنیو د راپور له مخې وژل شوی کس د حسن پور کلي اوسېدونکی ۵۶ کلن نسیم قریشي نومېږي، چې له خپل وراره سره یې غوښې او نور توکي لېږدول، چې د قهرجنو خلکو له خوا ودرول شو او شکنجه شو.
د پوليسو په وينا، قهرجنو خلکو نسيم او وراره يې يو جومات ته نژدې ونيول، چې غوښتل يې د تېښتې هڅه وکړي، خو خلکو په لرګيو بريد وکړ، چې وروسته ځينو کسانو په ټپي حالت کې پوليسو ته وسپارل.
د پولیسو په وینا نسیم سخت ټپي شوی او روغتون ته لېږدول شوی چې ژوندی پاتې نه شو.
د پولیسو په وینا د پېښې په تړاو څلور کسان نیول شوي او نورې پلټنې ترې روانې دي






