د خیبر پښتونخوا دوه د ټیبل ټینس بین المللي معذوره لوبغاړي چې په نړیوال کچ ی د پاکستان نمایندګي کړې ده

0
107

نصیب شاه شینواري
د خیبر پښتونخوا دوه ټیبل ټینس لوبغاړي چې په نړیوال کچ ی د پاکستان نمایندګي کړې ده او معذوره هم دي، د سپورټس د چارواکو څخه ګیله من دي او وایی چې ددوی حوصله افزایی نه شی او د اړوند چارواکو له لوري دوی ته پاملرنه نه کیږي.

د پیښور سیمې یوه میرمن چې په خپو معذوره هم ده ،ټیبل ټینس کوي،لوړې زده کړې ی هم کړي دي د چارواکو غوښتنه کوي چې معذوره لوبغاړو ته دې ځانګړې پاملرنه وکړې شي.
زینب برکت وایی چې د نهو۹ میاشتو وه چې د پولیو ناروغۍ ښکار شوه او معذوره شوه .
هغې اوویل چې زمونږ په کورکلي کښې به داسې خبرې کیدلې چې دا جینې معذوره هم ده ،بس په کور دې ناسته وي.
نوموړې اوویل چې ما به دا ټولې خبرې په زړه تیرولې ،حوصله مې وکړه،هڅې مې پیل کړې او تر څوارلسم ټولګي(بي اې ) پورې مې زده کړې وکړې ،دې سره سره مې د ټیبل ټینس لوبه هم جارې ساتلې ده او نن د ټیبل ټینس یوه وتلې لوبغاړې هم یم.
زینب د یوې پوښتنې په ځواب کښې اوویل چې غوښتل مې یو داسې ښه کار پیل کړم چې د نورو معذوره او عام خلقو لپاره یو رول ماډل جوړه شم نو د سپورټس میدان مې دې لپاره مناسب وګنړل او د ټیبل ټینس لوبه مې پیل کړه او نن د الله تعالي په فضل سره مې هم په نړیوال کچ د ټیبل ټینس په سیالیو کښې د پاکستان لپاره لوبه کړې ده او د پاکستان نمایندګي مې کړې ده.
زینب د خپل واده په اړه د پوښتنې په ځواب کښې اوویل چې زمونږ په معاشره کښې د معذوره جینکو د واده په اړه د خلقو یو عجیبه سوچ جوړ دې، زه یوه معذوره یم او د خلقو د سوچ مطابق د یوې معذوره جینې واده او نکاح کولو یو ناممکن کار دې،هغې اوویل چې د خلقو دا سوچ هم دې چې یوه معذوره چې وهیل چیر کاروي نه شي کولې د یو بل وهیل چیر کاروونکی معذوره سره واده وکړي خو ما د خلقو دې غلط سوچ ته ماتې وکړه او ځان لپاره مې د ژوند ملګرې په خپله خوښ کړو او زما په شان یو تن چې وهیل چیر کاروي ،واده وکړو او نن هغه سره خوشحال ژوند تیروم.
زینب برکت د خیبر پښتونخوا د چارواکو څخه شکایت کوي، هغه وایی چې کله دوی په نړیوال کچ سیالیو کښې د ګډون لپاره ځي نو د سپورټس ډایریکټوریټ هغوی نه سپانسر کوي، هغې زیاته کړه چې یوه شخصي کمپني ده چې زه ی سپورټ کړم او په نړیوال کچ مې د پاکستان نمایندګي وه.
نوموړې غوښتنه وکړه چې اړوند چارواکي باید سپورټس او لوبغاړې سپورټ کړي ځکه هم دا لوبغاړې دي چې د امن پیغام رسوي ،په نړیوال کچ د پاکستان نمایندګي کوي او د پاکستان نامه روښانه کوي.
الطاف الرحمان باغي ټیلي وژن سره په مرکه کښې اوویل چې د وړوکوالۍ څخه ی د لوبو سره ډیر شوق وو خو وړوکې تنکې ماشوم ووم چې د پولیو ناروغۍ له امله معذوره شوم.
نوموړې وایی چې معذوره هم ووم خو غوښتل مې چې یوه داسې لوبه پیل کړم چې په وهیل چیر کښې هم دا لوبه وکولې شم نو ،هغه وایی د خپلو ملګرو سره مې مشوره وکړه او د لوبو په یو مرکز کښې مې وکتل چې زما بعضې ملګري په وهیل چیر کښې ټیبل ټینس لوبه په آسانۍ سره کوله نو ماهم پریکړه وکړه چې ټیبل ټینس لوبه پیل کړم او نن زه یو بین الاقوامي د ټیبل ټینس لوبغاړې یم .
نوموړي اوویل چې په دې لنډ تیر وخت کښې ی په ترکي کښې د ټولې مسلمانۍ نړې د مسلمان هیوادونو د لوبغاړو ترمینځ راجوړ شوي سیالیو کښې ګډون وکړو. هغه اوویل چې په دې سیالیو کښې ۳دریم مقام ترلاسه کړو کوم چې د ټول پاکستان او مسلمانې نړۍ لپاره یو لوی ویاړ دې.
هغه اوویل چې زه فخر کوم چې پاکستان لپاره مې مډال راوړو ،زیاته ی کړه چې د پاکستان په کچ ی هم په سیالیو کښې لومړې مقام ګټلې دې او نیشنل چیمپین دې.
هغه دا شکایت وکړو چې د خیبر پښتونخوا اړوند چارواکي معذوره لوبغاړو ته پاملرنه نه کوي ، هغه غوښتنه وکړه چې د معذوره نیشنل او بین الاقوامي لوبغاړو سره د مالي مرستې وشي، ددوی حوصله دې لوړه کړې شي.

Leave a reply