د کوټې د پوليسو يوه ډله د پاکستان د تحريک انصاف (پي ټي آی) د مشر عمران خان د نيولو لپاره د بې ضمانته وارنټ سره لاهور ته رسېدلې ده

0
160

باغی ټی وی رپورټ
د کوټې د پوليسو يوه ډله د پاکستان د تحريک انصاف (پي ټي آی) د مشر عمران خان د نيولو لپاره د بې ضمانته وارنټ سره لاهور ته رسېدلې ده.

د پوليسو په ډله کې ايس پي نديم، ډي ايس پي عبدالستار، سب انسپکټر او نور دوه چارواکي شامل دي.

د لاهور پولیس به د عمران خان په نیولو کې د کوټې له پولیسو سره مرسته وکړي. ياده دې وي چې تيره ورځ د کوټې جوډيشل مجسټرېټ د ادارو په ضد د بدنامۍ په مقدمه کې د عمران خان ناقابل ضمانت وارنټ جاري کړی وو.

جوډيشل مجسټرېټ حکم ورکړى چې عمران خان دې ونيول شي او عدالت ته دې وړاندې کړل شي.

د عمران خان خلاف د ادارو د بدنامۍ مقدمه بجلي روډ پوليس سټيشن کښې درج کړې شوې ده۔

عمران خان د لاهور هائي کورټ کښې د کوئټې مقدمې کښې د حفاظتي ضمانت لپاره درخواست هم جمع کړے دے۔

Leave a reply