ددفاع وزير خواجه اصف وئيلي دي هيله ده چې دجنرال ريټايرډ فيض حميد په شان کردارونو په ضد به کارروائي وشي

باغی ټی وی رپورټ
ددفاع وزير خواجه اصف وئيلي دي هيله ده چې دجنرال ريټايرډ فيض حميد په شان کردارونو په ضد به کارروائي وشي.
د جيو نيوز پروګرام نن شاهزيب خانزاده سره خبرو کې د دفاع وزير خواجه اصف وويل چې جنرال ريټايرډ فيض حميد په اسانۍ سره د غيرقانوني حکمونو نه انکار کولى شي.
هغه وويل، خو جنرال ريټايرډ فيض حميد دا کار نه دى کړى، دا په دې مانا ده چې هغه په قصدي ډول د دې برخه جوړ شوى، نو اوس به يې مسووليت پر غاړه واخلي.
د دې تر څنګ د مسلم لیګ (ن) مشر شاهد خاقان عباسي ویلي چې حکومتي چارواکي باید غیرقانوني حکمونه ونه مني.
ياده دي وي چي څو ورځي وړاندي د پخواني ډي جي آئي ايس آئي ليفټننټ جنرل (ر) فيض حميد په ضد د لګيدلو تورونو په اړه بيان مخې ته راغلي وو۔
جيو نيوز پروګرام نن شاهزيب خانزاده سره” کې کوربه شاهزيب خانزاده وويل چې فيض حميد پخپله دا تورونه نه دي رد کړي او د پوځ پخواني مشر جنرال (ر) باجوه يې پړه پر غاړه اخيستې ده.
پخواني ډي جي ائي ايس ائي وويل چې په پوځ کې فيصله مشر کوي، هغه مهال هغه د ميجر جنرل په چوکۍ کې ؤ چې کله دغه تورونه لگيدلي وؤ، ايا يواځې دحکومت ختمول ممکن دي؟
پخواني DGISI فیض حمید هم وویل چې ټولې پریکړې د محکمو لخوا شوي.





