د سندهـ هائي کورټ په حکم د برنس روډ فوډ سټریټ بند شوي سړکونه بحال کړل شوي دي

0
103

باغی ټی وی رپورټ
کراچۍ: د سندهـ هائي کورټ په حکم د برنس روډ فوډ سټریټ بند شوي سړکونه بحال کړل شوي دي.

د عدالت د حکم نه پس د تجاوزاتو محکمی د داخلی ګیټ تختی ختم کړی او سیمه کښي ئي تجاوزات هم ختم کړی دی.

برنس روډ سیمه د ډیر وخت راهسې بنده وه چرته چې د ماښام په مهال فوډ سټریټ چلیدلې چې پکښې اوسیدونکو ته هم د موټر چلولو اجازت نه وو.

د برنس روډ اوسېدونکو په دې اړه عدالت ته مراجعه وکړه، چې وروسته د سندهـ هايي کورټ د عامو خلکو لپاره د سړکونو د خلاصولو حکم صادر کړ.

Leave a reply