د هغو کسانو عکسونه هم مخې ته راغلي چې د تحریک انصاف فعال علي بلال مړی ی روغتون ته رسولی وو

د هغو کسانو عکسونه هم مخې ته راغلي چې د تحریک انصاف فعال علي بلال مړی ی روغتون ته رسولی وو
باغي ټي وی رپورټ
د هغو کسانو عکسونه هم مخې ته راغلي چې د تحریک انصاف فعال علي بلال مړی ی روغتون ته رسولی و.
د پي ټي آئي مشر فرخ حبيب په لاهور کې د جلسې د درولو پر مهال د پوليسو د ظلم له امله د علي بلال په نوم د يوه کارکونکي د وژل کېدو پړه اچولې وه.
په دې اړه د سروسز روغتون اداره وايي چې د علي بلال په سر او پزه کې زخمونه دي، ډاکټران به د علي بلال د مړینې علت معلوم کړي.
اوس د هغو کسانو عکسونه هم مخې ته راغلي چې علي بلال یې په مړو حالت کې روغتون ته رسولی و، چې په کې لیدل کېږي چې په یوه تور موټر کې دوه کسان علي بلال روغتون ته راوړي او د روغتون له بېړنۍ خونې بهر، دوو کسانو بلال د ایدهي له امبولانس څخه په سټریچر کې واچاوه او په بیړني حالت کې دننه یوړل شو.
د علي بلال د وژنې د مقدمې د رجسټرېشن درخواست جمع کړی دی
بل اړخ ته پارتهنا ریس کورس کښي د پی ټی آئي کارکن علی بلال د مړی رجسټریشن لپاره درخواست جمع کړے شوی دی. پوليس زياتوي چي دغه درخواست د شهري لياقت علي لخوا ورکړے شوي وو چي پکښي د پنجاب نگران وزيراعلي، د داخله وزير رانا ثناءالله، سي سي پي اوبلال صديقي او سب انسپکټر ريحان هم نامزد شوي دي۔






