په کراچۍ کې پوليسو د شپې ناوخته د غلو په ضد کارروائي کړې چې پکې درې غله وژل شوي دي

په کراچۍ کې پوليسو د شپې ناوخته د غلو په ضد کارروائي کړې چې پکې درې غله وژل شوي دي
باغي ټی وی رپورټ
په کراچۍ کې پوليسو د شپې ناوخته د غلو په ضد کارروائي کړې چې پکې درې غله وژل شوي دي.

دپوليسو ترمخه په سائيټ ايريا، لانډۍ، لياري او نارتھ کراچۍ کې دغلو سره مقابلې شوې چې په مهال يې درې غله وژل شوي اؤ شپږ نيول شوي دي. پولیس د اهلکار د شهادت او ژوبل کیدو له پیښې وروسته په سیمه کې سنیپ چیکنګ زیات کړی وو، چې په ترڅ کې یې د سټار مل سره نږدې په ۲ موټر سایکل سپاره ۴ تنه تورنو کسانو ته د درېدو اشاره وکړه، چې په پولیسو یې ډزې وکړې او د تیښتې هڅه یې وکړه. د متقابلو ډزو له امله ۲ تنه ووژل شول او ۲ تنه په تېښته بریالي شول، له نیول شویو کسانو څخه ۲ میله تومانچې، ۳ موبايلونه او یو موټرسایکل ترلاسه شوي دي.

بل لوري ته دپوليسو وينا ده چې دلاندې په څلورمه ناحيه کې هم دتندلارو سره دمقابلې په مهال يو غل وژل شوى اؤ درې نور ژوبل شوي دي.

د پوليس ترمخه د لياري په موسى لاين کښي د مقابلې نه پس يو ملزم په ژوبل حالت کښي نيولے شوے دے۔
بل اړخ ته د نارتھ کراچي سيکټر 5 سي 2 کښي د پوليس ترمينځه نښته شوي ده چي په مهال ئي دوه غله په ژوبل حالت کښي نيولي شوي او د دوي قبضي نه دوه تومانچه برآمد شوي دي۔

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Telegram电脑版

有道下载

WPS Office

有道下载

搜狗输入法下载

汽水

有道翻译app

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

Telegram下载

telegram中文

wps office下载

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram电脑版