عمران خان د لور د پټولو په اړه یوې بلې ستونزې سره مخ شوې، درخواست کونکو د خپلې لور د پټولو په تور د تحریک انصاف د چیرمین عمران خان خلاف د نااهلۍ کیس کې نوي اسناد راوړي دي

0
186

عمران خان د لور د پټولو په اړه یوې بلې ستونزې سره مخ شوې،
درخواست کونکو د خپلې لور د پټولو په تور د تحریک انصاف د چیرمین عمران خان خلاف د نااهلۍ کیس کې نوي اسناد راوړي دي
باغی ټی وی رپورټ
اسلام آباد: درخواست کونکو د خپلې لور د پټولو په تور د تحریک انصاف د چیرمین عمران خان خلاف د نااهلۍ کیس کې نوي اسناد راوړي دي.

اسلام آباد هائي کورټ کښې د عمران خان نااهلي کيس کښې درخواست کونکي د 12 نوو اسنادو سره 138 صفحه تفصيلي درخواست جمع کړے دے چې پکښې د کاليفورنيا عدالت د فيصلې نقل هم د ريکارډ برخه جوړولو غوښتنه شوې ده۔

د عمران خان په ضد د شیرافگن نیازي، فاروق ستار د کیسونو بشپړ ریکارډ او اليکشن کمېشن کې د بیان حلفي کاپي هم شاملې دي. درخواست کوونکي په ضمني انتخاباتو کې په 7 چوکو د کاميابۍ گزټ نوټيفيکيشن هم په ريکارډ کې ساتلو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې عمران خان ضمني انتخاباتو کې 7 سيټونه ګټلي دي. اليکشن کميشن اين اے 45 نه د عمران خان د بري نوټيفيکيشن جاري کړے دے۔

درخواست کوونکي استدلال وکړ چې د وروستيو تحولاتو له امله د عريضې تعديل ضروري دى، د عريضې د تعديل باوجود به د دوسيې نوعيت نه بدليږي.

Leave a reply