د هند پوځ د تمریناتو پر مهال په خپل کلي د هاوان مرمۍ په ډزو سره د بې تجربې یوه بله بېلګه جوړه کړه، چې له امله یې ۳ تنه ووژل شول

0
158

باغی ټی وی رپورټ

د هند پوځ د تمریناتو پر مهال په خپل کلي د هاوان مرمۍ په ډزو سره د بې تجربې یوه بله بېلګه جوړه کړه، چې له امله یې ۳ تنه ووژل شول.

د امریکا د رسنیو د راپور له مخې، د چهارشنبې په ورځ د هند د پوځ د هاوان مرمۍ د روزنیزې غونډې پر مهال د بهار ایالت په یوه کلي کې پر یوه کور ولګېده، چې له امله یې یوه ځوانه جوړه او ګاونډیان یې ووژل شول.

دا کلی د بهار د پلازمینې پټنا سویل ته په 120 کیلومترۍ کې د هندي پوځ د ډزو رینج ته نږدې موقعیت لري.

د راپورونو له مخې دغه جوړه، چې د مرمۍ د چاودنې له امله مړه شوې، د بهار ایالت په ګوالارډ کلي کې د هولي جشن لمانځلو ته روانه وه، چې دغه پېښه رامنځته شوه.

د هندي پوځ د هاوان مرمۍ د کور په انګړ کې د لګېدو له امله دوه نور کسان هم ټپيان شوي دي، خو هندي پوځ په سمدستي ډول د پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د تېر کال په لومړیو کې هم یو ملکي وګړی د هاوان مرمۍ ته څېرمه هغه مهال وژل شوی و، چې غوښتل یې د هاوان له مرمۍ څخه پیتل راوباسي، کله چې مرمۍ ولګېده.

Leave a reply