د متحده عربي اماراتو حکومت په پاکستان کې پانګونې ته چمتو دی

0
94

باغي ټي وی رپورټ
د متحده عربي اماراتو حکومت په پاکستان کې پانګونې ته چمتو دی.

پرون په دوبۍ کې د پاکستان بزنس کونسل په یوه غونډه کې په پاکستان کې د اماراتو حکومت د پانګونې درې سترې پروژې اعلان کړې. چې ارزښت یې له یو ملیارد ډالرو څخه زیات اټکل شوی دی.

د متحده عربي اماراتو او پاکستان ترمنځ د لېږد او لوژستیکي دهلېز تړون به د جمعې په ورځ لاسلیک شي.

د پاکستان ایکسپورټ پروسیسنګ زون چیئرمېن ډاکټر سیف الدین جونیجو د وفد سره د بزنس کونسل په دستوره کې ګډون اوکړو.

په دي موقع ډاکټر سيف الدين اوويل چي پاکستان کښي به د دوبئي فري زونز په څير د ایکسپورټ پروسسنګ زونونه جوړيږي چي پکښي به په دريو کالو کښي پنځه اربه ډالره برآمدات هدف وي۔ اوس مهال صادرات یو میلیارد ډالر دي.

په دې موقع د ډي پي ورلډ وائس چيئرمېن فخر عالم ووئيل چې متحده عرب امارات په پاكستان كښې سرمايه كارۍ ته تيار دى۔

Leave a reply