د پاکستان او افغان چارواکو ترمنځ د افغانستان اړخ تورخم کښې مهمه غونډه شوې، د افغانستان او پاکستان د دوه اړخیزې سوداګرۍ او نورو مسایلو په اړه ټینګار شوې ، سرچینې.

باغي ټي وی رپورټ
نن د افغانستان اړخ تورخم په ګمرک کښې د پاک افغان چارواکو تر منځ د دوه اړخیز تجارت ته وده ورکولو په اړه غونډه ترسره شوه.
د تجارتي مالونو ډکو موټرو کلیرینس چټک کول، د دواړو خواوو څخه د موټرو سره کلینډر پریښودل د ناروغانو پر ستونزو او یو شمبر نورو ستونزو په اړه ګټورې خبرې وشوې.
په دغه ليدنه کې د دواړو هېوادونو چارواکو هوکړه وکړه، چې يادې ستونزې به په ګډه حل کړي.
*د تورخم ګمرک اډيشنل کلکټر، رضوان خان، اسسټنټ کلکټر، ياور حيات، د تورخم د سرحدي ځواکونو مسوولین د تورخم ټرانسپورټ اتحادیې رئیس حاجي عظیم الله شینواری. د تورخم د کسټم کلیرینس ایجنټس د اتحادي مشر حاجي ریاض شینواری، د تورخم کسټم کلیئرنس سینئیر ایجنټ حاجي ظهیر الله شینواري، تحصیلدار زیب الله آفریدي پولیس اسسټنټ سب انسپکټر کمانډر عدنان آفریدي او نور افسران هم موجود وو.
د افغان چارواکو په استازیتوب د تورخم د ګمرک چارواکي او نور سرحدي امنیتي چارواکي هم په دې غونډه کښ ګډون وکړو او ددې ستونزو د هوارولو لپاره ی ژمنه وکړه.






