سپريم کورټ کښې د ميډيکل طالبعلمانو ته د قرآن حفظ کولو په وجه د شل نمبرو اضافي ورکولو په اړه د ازخود نوټس اورېدنه شوې ده

باغي ټی وی رپورټ
سپريم کورټ کښې د ميډيکل طالبعلمانو ته د قرآن حفظ کولو په وجه د شل نمبرو اضافي ورکولو په اړه د ازخود نوټس اورېدنه شوې ده۔
د جسټس قاضي فائزنسې په مشرۍ کښې درې کسيزه بينچ به د مارچ په پنځلسمه نيټه اوريدنه کوي، جسټس يحيى آفريدي او جسټس شاهد وحيد به د بنچ برخه وي۔
عدالت د پاکستان ميډيکل کميشن او اټارني جنرل او نورو اړخونو ته نوټس جاري کړے دے۔
ياده دې وي چې سپريم کورټ تير کال د اورېدنې په مهال د دې مسئلې په اړه خپل نوټس اخستې وو.






