پېښور کې د ماچسو جوړولو په کارخانه کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي دي

باغي ټی وی رپورټ
پېښور کې د ماچسو جوړولو په کارخانه کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي دي.
د پوليسو په وينا چاودنه په حيات اباد کې د ماچسو جوړولو په يوه کارخانه کې شوې ده.
پولیس وايي، په چاودنه کې ۲ تنه وژل شوي او د کارخانې چت نړېدلی دی.
د ژغورونکو چارواکو په وینا، چاودنه د صنعت په سیمه کې د ماچس د یوې زړې فابریکې د پاکولو پر مهال رامنځ ته شوې او چت یې نړېدلی دی.
د هسپتال انتظاميي وينا ده چي دوه مړي حيات آباد ميډيکل کمپليکس ته منتقل کړے شوي دي۔






