د پنجاب د کورنیو چارو وزارت په لاهور کې دفعه 144 نافذ کړې ده

باغي ټی وی رپورټ
لاهور: د پنجاب د کورنیو چارو وزارت په لاهور کې دفعه 144 نافذ کړی ده.
د صوبې د داخله محکمې د نوټيفيکيشن له مخې په لاهور کې په احتجاجونو، دھرنو او مظاهرو باندې بنديز لګول شوی چې له نن څخه نافذ دی او ۷ ورځې به دوام وکړي.
د نوټيفيکيشن له مخې دغه بنديز په لاهور کې د خراب ټريفک او امنيتي وضعې په نظر کې نيولو سره لګول شوی دی.
بل لوري ته تحریک انصاف نن په لاهور کې د جلسې اعلان کړی دی په داسې حال کې چې په لاهور کې د عورت مارچ هم کیږي.






