د اسلام اباد هائي کورټ لخوا جاري شوي تحريري فيصلې له مخې عمران خان په توشه خانه کېس کې پرله پسې اووه ځله حاضر نه شو

باغي ټي وی رپورټ

اسلام اباد هائي کورټ د عمران خان د عدم ضمانت وارنټ منسوخ کولو درخواست باندې په خپل تحريري فيصله کښې د عمران خان د عدم حاضري تفصيلات جاري کړي دي۔

د اسلام اباد هائي کورټ لخوا جاري شوي تحريري فيصلې له مخې عمران خان په توشه خانه کېس کې پرله پسې اووه ځله حاضر نه شو.

د لیکلې پرېکړې له مخې عمران خان په پرله پسې توګه د اساسي قانون خلاف ورزي کوي، نوموړی د ۲۰۲۲ کال د دسمبر له ۱۵مې راهیسې یو ځل هم عدالت ته نه دی حاضر شوی.

عدالت وايي که عمران خان په ۱۳م مارچ هم عدالت ته حاضر نه شو نو دگرفتاري وارنټ دې بحال کړل شي.

ياده دي وي چي اسلام آباد هائي کورټ د توشه خانه کيس کښي د عمران خان جاري ناقابل ضمانت وارنټ منسوخ کولو لپاره د سيشن عدالت د درخواست په فيصله د عمران خان ګرفتاري وارنټ معطل کړي وو۔

د اسلام اباد هائي کورټ عمران خان ته امر کړی چې د مارچ په دیارلسمه نېټه سيشن عدالت ته حاضر شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *