په چین کې د افغان سفارت سرپرست د چاینا ریلوې کنسټرکشن دولتي کمپنی یو لوړپوړی هیئت سره کتلي.

0
195

په چین کې د افغان سفارت سرپرست د چاینا ریلوې کنسټرکشن دولتي کمپنی یو لوړپوړی هیئت سره کتلي.

8 مارچ چهارشنبه 2023

 

په چین کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفارت پخپله یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د یاد سفارت سرپرست مولوي سید محي الدین سادات سره د چاینا ریلوې کنسټرکشن دولتي کمپنی یو لوړپوړی هیئت وکتل.

 

خبر زیاتوي چې پدې کتنه کې یاد هیئت په افغانستان کې د اور ګاډي د پټلی، هوايي میدانونو، لویو لارو او نورو زيربنايي پروژو په برخو کې د پانګونې لپاره لیوالتیا وښوده، او ترڅنګ یې د افغانستان د موجوده سیاسي او امنیتي وضعیت او د پانګونې په برخه کې د امارت د پالیسۍ په هکله د معلوماتو غوښتنه وکړه.

 

د سفارت د سرپرست لخوا ورته د پانګونې په هلکه د امارت د پالیسیو وضاحت وشو او ورته وویل شول چې له ډیرو کلونو وروسته په افغانستان کې مثالي امنیت ټینګ شوی او سیاسي ثبات هم بې سارې دی.

اړوند موضوعات

په چین کې د اسلامي امارت د سفارت سرپرست د اینرجي چاینا په نوم شرکت لوړپوړي پلاوي سره کتلي.

 

 

همداراز یې ورته په یادو برخو کې په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو په هکله معلومات وړاندې کړل. په پای کې یادونه وشوه چې د یادې کمپنۍ یو هیئت به د امارت د اړوندو ادارو سره د تفصیلي خبرو اترو لپاره افغانستان ته ولاړ شي.

Leave a reply