د پاکستان د سمندري ځواکونو یوه کښتۍ، په داسې حال کې چې په سیمه ایزو سمندري امنیتي ګزمو کې ځای پر ځای شوي وو، په شمالي عرب سمندر کې د مخدره موادو ضد عملیاتو په ترڅ کې په زیاته اندازه نشه یي توکي ونیول

0
83

باغي ټي وی رپورټ
کراچۍ: د پاکستان د سمندري ځواکونو یوه کښتۍ، په داسې حال کې چې په سیمه ایزو سمندري امنیتي ګزمو کې ځای پر ځای شوي وو، په شمالي عرب سمندر کې د مخدره موادو ضد عملیاتو په ترڅ کې په زیاته اندازه نشه یي توکي ونیول.

په نړیوال بازار کې د دې درملو اټکل شوی ارزښت شاوخوا ۱۵ میلیونه امریکايي ډالره (۴ میلیارده ۱۳ کروړه ۵۵ میلیونه افغانۍ) دی.

د پاك سمندري بحری بېړۍ سمندر كښې د کب نيونې يوه مشکوکه كشتۍ د سمندري ځواكونو د عملياتو په مهال ونيوله چې د كشتۍ د تلاشۍ نه پس د پاك بحريه اهلكارو 280 كلوګرامه نشه يي مواد (كرسټال او آئس) ترلاسه كړل۔

نیول شوې کښتۍ او قاچاق وړونکي د نورو قانوني کړنو په موخه د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.

د پاکستان د سمندري ځواکونو د نشه يي توکو پر ضد د بېړۍ بريالي عمليات د هېواد په سمندري پولو کې د غير قانوني فعاليتونو د مخنيوي لپاره د پاکستان د سمندري ځواکونو د عزم څرګندونه ده.

Leave a reply