اليکشن کميشن سيکرټري اليکشن کميشن عمر حميد ته د خيبرپښتونخوا ګورنر غلام علي په خط کښي استعمال شوي الفاظو باندي سخت غصه کړي ده

0
93

باغي ټی وی رپورټ
اليکشن کميشن سيکرټري اليکشن کميشن عمر حميد ته د خيبرپښتونخوا ګورنر غلام علي په خط کښي استعمال شوي الفاظو باندي سخت غصه کړي ده۔

د ټاکنو کمېسیون سرچینې وايي، د والي دنده دا ده چې د سترې محکمې د پرېکړې په رڼا کې د ټاکنو نېټه وټاکي، نه دا چې موږ ته امر وکړي.

د خېبر پښتونخوا ګورنر غلام علي اليکشن کمېشن ته په يو خط کې ليکلي چې د پرامنه ټاکنو د ترسره کېدو په اړه دې چمتووالی ونيسي.

سرچينې وايي، چې د ټاکنو کمېسيون د خيبر پښتونخوا د ګورنر پر دغو الفاظو سخته غوسه څرګنده کړې او ويلي يې دي، چې والي مناسب الفاظ نه دي کارولي.

د ټاکنو کمیسیون د سرچینو په وینا، د قانون او نظم په اړه باید له اړوندو چارواکو سره مشوره وشي نه له والي سره.

Leave a reply