امريکا د پاکستان د سېلاب ځپلو سيمو د ۵۰۰ نورو زده کوونکو لپاره د سکالرشيپونو اعلان کړی دی

0
87

باغي ټي وی رپورټ
امريکا د پاکستان د سېلاب ځپلو سيمو د ۵۰۰ نورو زده کوونکو لپاره د سکالرشيپونو اعلان کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیدپریس په وینا، د نورو ۵۰۰ محصلینو لپاره سکالرشیپونه په پاکستان کې د امریکا سفیر ډونالډ بلوم اعلان کړل.

نیډ پرائس یو بریفنګ ورکولو سره وویل، ډونالډ بلوم دا اعلان په اسلام اباد کې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د لوړو زده کړو په یوه غونډه کې وکړ.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند وايي، دغه سکالرشيپونه به له مالي پلوه کمزورو زده کوونکو ته د پاکستان په لوړو پوهنتونونو کې د زده کړو په برخه کې مرسته وکړي.

د نید پراس په وینا، د سکالرشیپ پروګرام په چوکاټ کې د امریکا د لوړو زده کړو موسسې په مرسته تر ۶۰۰۰ زیات سکالرشیپونه ورکړل شوي، چې ۶۰ سلنه بورسونه د لوړو زده کړو لپاره ښځو ته ورکړل شوي دي.

Leave a reply