دبهرنيو چارو وزير بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې نن اقتصادي مشکلات دي خو دخلکو په ملاتړ به ددغه مشکل وخت څخه راووځو

باغي ټي وی رپورټ
دبهرنيو چارو وزير بلاول بهټو زرداري وئيلي دي چې نن اقتصادي مشکلات دي خو دخلکو په ملاتړ به ددغه مشکل وخت څخه راووځو.
په نيويارک کې جيو نيوز سره خبرو کې بلاول بهټو زرداري وويل چې او آئي سي مونږ ته دبهرنيو وزيرانو دکونسل ذمه واري راکړې ده، په 16 مارچ مونږ دغه ذمه واري بل هيواد ته ورکوو.
خارجه وزير وويل په نړۍ کې دښځو اؤ اسلام په اړه غلط سوچ موجود دى په حقيقت کې اسلام په لمړي ځل ښځو ته حقونه ورکړي دي په نړۍ کې پاکستان اؤ بنگله ديش کې ښځې وزيراعظمې وې، دا يو اعزاز دى. ښځه د دولت مشره جوړه کړه، امریکا تر اوسه نه ده ترلاسه کړې.
بلاول بهټو وويل هغه دملگرو ملتونو دعمومي اسمبلۍ صدر سره داسلاموفوبيا په اړه يو کانفرنس کوي اؤ په دغه کانفرنس کې به داسلام او اقليتونو په اړوندو مسلو رڼا اچوي.
هغه زیاته کړه، پاکستان ستونزې لري او په تېرو وختونو کې یې هم ستونزمن وخت لیدلی، د پاکستان پر ضد پروپاګند ته باید ډېر پام ونه شي.
د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې نن سبا اقتصادي مشکلات شته، خو د ولس په ملاتړ به له دې سخت وخت څخه راووځو، په ولس باور لرو، په ګډه به ورسره مخ یو او له دې ستونزې سره به هم مقابله کوو.






