د توشه خانه ساعت په اړه د عمران خان په ضد انکوائري، عمر فاروق ظهور ثبوتونه وړاندې کړل

0
174

باغي ټی وی رپورټ
د توشه خانه ساعت په اړه د عمران خان په ضد انکوائري، عمر فاروق ظهور ثبوتونه وړاندې کړل

عمران خان په دوبۍ کې د پاکستان قونسلګرۍ کې عمر فاروق ظهور ته د هغه ساعت د خرڅلاو په اړه د پوښتنې لپاره حاضر شو چې د عمران خان لخوا د ډالۍ په توګه ورکړل شوی و

په دوبۍ کې د پاکستان کونسلګرۍ په یوه سند کې ویلي چې عمر فاروق ظهور د تحقیقاتو لپاره حاضر شوی او ټول شواهد یې وړاندې کړي دي.
په داسې حال کې چې په دغه سند کې دا هم ليکل شوي چې د دې پلټنو په وړاندې وړاندې شوي ثبوتونه به معزز عدالت ته وړاندې کوي.
د يادونې وړ ده، چې تېر کال د شخصي ټي وي جيو نيوز په پروګرام “آج شاهزيب خانزاده کې سات” کې د ګډون په ترڅ کې يوې پاکستانۍ الاصله اماراتي سوداګر ادعا کړې وه، چې دا ساعت فرح ګوګي دوبۍ ته راوړې وو چې شهزاد اکبر د ټېلېفون له لارې ددې ساعت د خرڅړلو وړانديز کړې وو چرته چې بیا هغه ساعت عمر فاروق لخوا واخستل شو.

خو له دې ادعا وروسته پي ټي ايي د دوبۍ د سوداګر عمر فاروق ظهير دا ادعا رد کړه او ويې ويل چې د پنځه ميليونه ډالرو ساعت هيڅکله هم لومړي وزير ته نه دى ډالۍ شوى.

Leave a reply