د ایران له زندانونو نیږدې دوه سوه نور بندیان آزاد او افغان حکومت ته وسپارل شول.

7 مارچ سه شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ایراني لوري افغان حکومت ته د بندیانو د سپارلو په تسلسل کې نن د هرات ولایت اسلام قلعه بندر له لاري (۱۸۹) تنه افغان بندیان چې په ایران هیواد کې زنداني وو، د دواړو هیوادونو ترمنځ د شویو مذاکراتو او توافق په پایله کې افغان حکومت ته وسپارل شول.
دغه توافق څو ورځي وړاندي د لوی څارنوال په مشري د بهرنیو چارو او محابسو عمومي ریاست د استازو په ګډون ایران ته د تللي لوړرتبه هیئت سره په تهران کي ترسره شو.
د محبوسینو د سپارلو په ننیو مراسمو کي په تهران کي د افغانستان د سفارت سرپرست مولوي فضل محمد حقاني، د زندانونو عمومي ریاست کارکونکو، په هرات کی د بهرنیو چارو ریس مولوی شیر احمد عمار او نورو حکومتي مسئولینو ګډون کړی و.
یاده دې وي چې تیره ورځ هم نیږدې درې سوه تنه افغان بندیان د همدې مذاکراتو په پایله کې راخلاص او افغان حکومت ته وسپارل شول.