آئي جي پنجاب ډاکټر عثمان وئيلي دي چې د عمران خان نيول قانوني عمل دی او که عدالت حکم ورکړي نو هغه به پوره کوو

باغي ټي وي رپورټ
لاهور: آئي جي پنجاب ډاکټر عثمان وئيلي دي چې د عمران خان نيول قانوني عمل دی او که عدالت حکم ورکړي نو هغه به پوره کوو.
جيو نيوز سره په خصوصي خبرو کې آئي جي پنجاب وويل عمران خان ته دپخواني وزيراعظم دپروټوکول څخه زيات سکيورټي ورکول کيږي، کله چې هغه هاي کورټ ته راغلى نو دغلته کلک امنيتي انتظامات شوي وؤ.
هغه وويل چې پوليس د محکمې د نوټس اخستلو وروستو چا ته ځي نو قانوني کاروائي کيږي او د اسلام اباد پوليس سره د څه شي په اړه پلټنې کوي.
آئي جي پنجاب وويل دعمران خان نيول يو قانوني عمل دى، که عدالت حکم ورکړي نو هغه به پوره کړو.
د پنجاب د پولیسو مشر زیاته کړه چې په پنجاب کې د ترهګرو له خوا ګواښونه شته، زموږ پالیسي دا ده چې دا ګواښونه لرې کړو.






