د اسلام اباد هائي کورټ د توشه خانه کيس کښې د عمران خان د جاري ناقابل ضمانت وارنټ منسوخ کولو د سيشن عدالت درخواست باندې خپله فيصله محفوظ کړې ده

0
202

باغي ټی وی رپورټ

د اسلام اباد هائي کورټ د توشه خانه کيس کښې د عمران خان د جاري ناقابل ضمانت وارنټ منسوخ کولو د سيشن عدالت درخواست باندې خپله فيصله محفوظ کړې ده

د اسلام اباد هائي کورټ د توشه خانه کيس کښې د عمران خان د جاري ناقابل ضمانت وارنټ منسوخ کولو د سيشن عدالت درخواست باندې خپله فيصله محفوظ کړې ده۔

د اسلام آباد هائي کورټ چيف جسټس عامر فاروق د توشه خانه کيس کښې د عمران خان د جاري ناقابل ضمانت وارنټ منسوخولو په ضد د درخواست سماعت کوي۔

د اسلام آباد هائي کورټ چيف جسټس عامر فاروق د عمران خان وکيل ته وئيلي دي چې دا وارنټ د ملزم په هيڅ جيل کښې اچولو نه دي۔ په قانون کې د تورن د شتون د یقیني کولو لپاره یوازې یوه لاره شته، قانون ته باید اجازه ورکړل شي چې خپله لاره خپله کړي.

وکيل عمران خان وويل زمونږ غوښتنه ده چې دعمران خان وارنټ دې منسوخ کړل شي.

چيف جسټس عامر فاروق وويل چې وارنټ منسوخ شي نو څه به کيږي؟ عدالت د مقدمې اورېدنې لپاره تاسو ته بلنه ورکوي، زه به داسې کوم حکم صادر نه کړم چې د معمول خلاف وي، عمران خان ته به د فرد جرم لپاره پخپله حاضرېدل پکار دي، عمران خان به په نهمه نېټه دلته حاضر شي. هلته هم

وکیل وویل چې عمران خان جدي امنیتي ګواښونه لري.

Leave a reply