اليکشن کميشن کښې د عمران خان د پارټۍ چيئرمېن شپ په اړه د اورېدنې په مهال درخواست کونکی د بد سلوکۍ له وجې د کمېټۍ نه بهر ايستل شوی دی
باغي ټی وی رپورټ
اسلام آباد: اليکشن کميشن کښې د عمران خان د پارټۍ چيئرمېن شپ په اړه د اورېدنې په مهال درخواست کونکی د بد سلوکۍ له وجې د کمېټۍ نه بهر ايستل شوی دی.
اليکشن کميشن کښې د چيف اليکشن کمشنر سکندر سلطان راجا په مشرۍ درې کسيزه بينچ د عمران خان د کاميابۍ نوټيفيکيشن جاري کولو په ضد د درخواست سماعت کړے وو چې پکښې د عمران خان وکيل بيرسټر ګوهر او درخواست کوونکې آفاق احمد اليکشن کميشن کښې وړاندې شول۔
د اورېدنې په مهال درخواست کونکی آفاق احمد پرله پسې چيف اليکشن کميشنر ته بدسلوکۍ وئيلې او وئيلي يې دي چې اليکشن کميشن په غلطو پته نوټسونه استولي دي نو خپل عمله دې درست کړي.
په دې اړه چيف اليکشن کمشنر وويل مونږ به په زوره خبرې کولو سره ستاسو تر فشار لاندې نۀ راځو.
د چيف اليکشن کمشنر د منع کولو باوجود درخواست کوونکې آفاق احمد شورماشور جاري کړے وو چې پکښې سکندر سلطان د هغه د ګرفتارولو او د کمېټۍ نه د وتلو حکم ورکړو۔
د چيف اليکشن کميشنر په حکم درخواست کونکی د عدالت کمېټۍ نه وويستل شو او سکندر سلطان راجا هم د آفاق احمد درخواست مسترد کړو.
د چيف اليکشن کميشنر په حکم درخواست کونکي بښنه وغوښته خو سکيورټي اهلکار آفاق احمد د کميټې نه بهر وويستو۔