د سندهـ هائي کورټ د صوبې په 9 حلقو کې د مارچ په 16 مه د ضمني انتخاباتو د نوټيفيکيشن عمل درآمد بند کړی دی

باغی ټی وی رپورټ
کراچۍ: د سندهـ هائي کورټ د صوبې په 9 حلقو کې د مارچ په 16 مه د ضمني انتخاباتو د نوټيفيکيشن عمل درآمد بند کړی دی.
سندهـ هائي کورټ کې د پي ټي ائي د قومي اسمبلۍ د 9 غړو د استعفاګانو منلو په ضد د درخواستونو اورېدنه وشوه چې پکې وکيل د دلائل ورکولو په مهال وويل چې په لاهور، پېښور، اسلام اباد او بلوچستان کې هم ورته درخواستونه منع کړل شوي دي. .
بلخوا آزاد امیدوار قیس منصور شیخ د ګوند کیدو غوښتنه کړې چې په اړه یې عدالت نوټس جاري کړی دی.
وروستو عدالت په 16 مارچ د سندهـ کې په 9 حلقو د ضمني انتخاباتو په نوټيفيکيشن عمل درآمد ودرولو اؤ اوريدنه يې تر 25 مارچ پورې وځنډوله.





