د سندهـ هائي کورټ د اے جی سندھ نه په کراچۍ کښې د ټېکس د خرچو تفصيلات غوښتی دی

0
86

باغي ټی وی رپورټ
کراچۍ: د سندهـ هائي کورټ د اے جی سندھ نه په کراچۍ کښې د ټېکس د خرچو تفصيلات غوښتی دی.

د سندهـ هائي کورټ کښې د کراچۍ پرمختيائي کارونو لپاره ورکړے شوؤ فنډونو کښې د بے ضابطګۍ په ضد د درخواست اورېدنه شوې چې پکښې عدالت د ايف بي آر او ايډيشنل اے جي سنده نه جواب غوښتې دې۔

عدالت پوښتنه وکړه چې په تيرو دريو کلونو کې دکراچۍ څخه څومره ټيکس راټول شوى اؤ دټيکس څخه راټولې شوې پيسې په پرمختيائي کارونو څومره مصرف شوي؟

عدالت ريمارکس ورکړو چې صوبايي حکومت دې ووايي چې په تيرو دريو کلونو کې څومره سيلز ټيکس او د نورو ټيکسونو څخه څومره پيسې جمع شوي دي.

عدالت ايډيشنل اے جی سنده ته هدايات ورکړے چې د ټېکس ريونيو چرته لګولې شوې دې تفصيل وړاندې کړي۔

عدالت د سنده هائي کورټ بار ايسوسي ايشن صدر ته هم نوټس جاري کړے او وئيلي ئي دي چي د هائي کورټ بار ايسوسي ايشن په راتلونکي سماعت کښي عدالت سره مرسته کولو لپاره حاضر شي۔

درخواست کوونکي دکراچۍ پرمختيائي کارونو لپاره دنړيوال بينک لخوا ورکړل شوې 3600 ملينو روپو فنډونو کې دغير شفافيت په ضد عدالت کې درخواست دائر کړى دى.

Leave a reply