د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز د روژې په مبارکه میاشت کې په بهرنیو هېوادونو کې د قران کریم د یو میلیون نسخو د وېش منظوري ورکړه

باغی ټی وی رپورټ
د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزیز د روژې په مبارکه میاشت کې په بهرنیو هېوادونو کې د قران کریم د یو میلیون نسخو د وېش منظوري ورکړه.
دعربي ميډيا له مخې سعودي عرب د نړۍ په 76 څخه زياتو ژبو کې د قرآن پاک د نسخو په مختلفو سائزونو او ترجمې سره د وېش منظوري ورکړې ده.
د پاچا فهد عالي قرآن چاپ کمپلیکس کې خپاره شوي نسخې به د نړۍ په 22 هیوادونو کې اسلامي مرکزونو ته ورکړل شي.
دعربي ميډيا له مخې دسعودي عرب داسلامي چارو وزير شيخ عبداللطيف بن عبدالعزيز آل الشيخ وئيلي دي چې درمضان مياشت پورې بيلا بيلو هيوادونو ته دقرآن پاک دکتابونو رسولو لپاره دليږدونې انتظامات پيل شوي دي.






