رانا ثناءالله وئيلي دي چې که عمران خان خوښه وي نو مونږ ورسره خبرې کولي شو خو عمران خان له سياستوالو سره ملاقات نه غواړي

0
77

باغی ټی وی رپورټ
اسلام آباد: دکورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې عمران خان نه بلکې له بل چا سره ليدل غواړي.

خپل يو بيان کښې رانا ثناءالله وئيلي دي چې که عمران خان خوښه وي نو مونږ ورسره خبرې کولي شو خو عمران خان له سياستوالو سره ملاقات نه غواړي او کوم کسان چې عمران خان ملاقات کول غواړي هغوي د عمران خان سره ملاقات نه کوي۔

ده ووئيل چې يو څوك دې له عمران خان نه پوښتنه وكړي چې ولې ورسره ملاقات كول غواړي، كه عمران خان ملاقات كول غواړي نو ورته دې ووايي چې زه د وزيراعظم شهباز شريف يا آصف زرداري سره ليدل غواړم۔

رانا ثناءالله وئيلي دي چې د صوبو بيلابيلې انتخابات به ملک غرق کړي، په دې وخت کښې مردم شماري روانه ده، داسې نه شي کولے.

Leave a reply