د پي ټي آئي د قانوني ټيم سرچينې وائي چې عمران خان به نن د توشه خانې کيس کښې عدالت ته حاضريږي

باغی ټی وی رپورټ
د پي ټي آئي د قانوني ټيم سرچينې وائي چې عمران خان به نن د توشه خانې کيس کښې عدالت ته حاضريږي۔
سيشن عدالت د توشه خانه کيس کښې عمران خان ته نن په ذاتي توګه طلب کړې دې ولې پوليس به نن سيشن عدالت ته د عمران خان د ناقابل ضمانت ګرفتاري وارنټ په اړه خبر ورکوي۔
دسرچينو له مخې دپي ټي ائي قانوني ډلې دعمران خان د وارنټ منسوخۍ لپاره درخواست تيار کړى دى چې نن به اسلام اباد هائيکورټ کې جمع کوي.
د پي ټي آئي د قانوني ټيم د سرچينو له مخې عمران خان به د مارچ په نهمه اسلام آباد ته راځي چې د قتل کوشش کښې د ضمانت موده غځوي۔






