د لاهور هائي کورټ د مسلم ليګ (ن) د مشرې مريم نواز خلاف د عدالت د توهين مقدمې درخواستونه رد کړل

0
201

باغي ټي وی رپورټ

لاهور: د لاهور هائي کورټ د مسلم ليګ (ن) د مشرې مريم نواز خلاف د عدالت د توهين مقدمې درخواستونه رد کړل.

لاهور هائي کورټ کښې د مسلم ليګ (ن) د مشرې مريم نواز خلاف د توهين عدالت د کاروائۍ درخواست جمع کړے شوے دے په کوم کښې چې وئيلي شوي دي چې د عدليې خلاف کمپاين روان دے نو ځکه دې کارروائي وشي۔ د هغه چا پر ضد چې قضاوت کوي باید قانوني چلند وشي

درخواست کې وئيل شوي چې مريم نواز دپارليماني جمهوريت په اړه خبرې کوي، هغې ته دې احتياط وشي، هغې د الفاظو انتخاب سم نۀ دى کړى.

وروسته د لاهور هائي کورټ جسټس شجاعت علي خان د مريم نواز خلاف درخواستونه ناقابل سماعت ګرځولي وو۔

Leave a reply