د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله وايي، د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان باید عدالتونو ته حاضر شي

0
180

باغي ټي وی رپورټ
د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله وايي، د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان باید عدالتونو ته حاضر شي .

اسلام اباد کې دخبرو په مهال دکورنيو چارو وزير وويل عمران خان خلکو ته په سزا ورکولو کې ډيره مينه لري اوس دده باره ده چې راشي او عدالت ته مخ شي، کله چې عمران خان د مدينې رياست خبره کوي نو بايد عدالت ومني.

هغه وويل کله چې پوليس زمان پارک ته ورغلل نو يو وارنټ يې درلود که داسې وشي نو وړاندې به شي.
رانا ثناءالله وئيلي دي چې زه په عمران خان د خپل قتل تور نه لګوم خو که د قتل نه وړاندې ايف آئي آر درج شي نو قتل آسانه کيږي، داسې تورونه خطرناک کيدلي شي، عمل ستاسو لپاره خطرناک وي.

وفاقي وزير ووئيل مونږ د عمران خان د ګرفتارولو هيڅ خواهش نه لرو خو هغه ته به عدالت ته حاضريدل پکار دي، فرحه ګوګي چې کومې پيسې ګټلې دي هغه يواځې يو کس ته ورکړې دي او هغه عمران خان دے، په دې اړه اسناد موجود دي، وايي چې هلته شته. د القادر ټرسټ په نوم څه نه دي، دوی باید عدالت ته راشي او ځواب ورکړي، که عدالت عمران خان بري کړي، موږ به یې منو.

ديوې پوښتنې په ځواب کې رانا ثناءالله وويل چې دعمران خان دخبرو په نشرولو بنديز لګول دپيمرا فيصله ده اؤ په دې اړه يواځې دپيمرا چارواکي ځواب ورکولى شي.

د مولانا فضل الرحمان لخوا د انتخاباتو د ځنډولو په اړه د پوښتنې په ځواب کې د داخله چارو وزير وويل د مولانا فضل الرحمان نظر ارزښتناک دى، د مولانا فضل الرحمان په نظر د پاکستان ډيموکريټک موومنټ (پي ډي ايم) يوه غونډه روانه ده، چې پکې د ټولټاکنو خبره کيږي. په وضعیت به هم خبرې وشي.

هغه وويل، چې په اوسنيو شرايطو کې ټاکنيز کمپاين ستونزمن دى، د ټاکنو د تر سره کېدو وروستۍ پرېکړه بايد د ټاکنو کمېسيون وکړي، نه حکومت.

د ډالرو د سمگلنګ په اړه د پوښتنې په ځواب کې رانا ثناءالله وويل د ډالرو کمي د عمران خان د اقتصادي پاليسۍ نتيجه ده، افغانستان کې ډېر سمگلنګ روان دى، د ډالرو په سمگلنگ کې د ککړو مجرمانو نومونه دې مخې ته راشي او دوی باید کتاب ته راوړل شي.

Leave a reply