احتساب عدالت د بيوروکريټ فواد حسن فواد بري کولو ليکلي فيصله جاري کړې ده

0
202

باغي ټي وي رپورټ
لاهور: احتساب عدالت د بيوروکريټ فواد حسن فواد بري کولو ليکلي فيصله جاري کړې ده۔

د احتساب عدالت په ليکلي فيصله کې وئيلي شوي دي چې استغاثه د فواد حسن فواد په ضد جرم ثابتولو کې ناکامه شوې دې نو عدالت فواد حسن فواد، وقار حسين، رباب حسېن او انجم حسېن په باعزته بري کوي.

د فيصلې له مخې د استغاثې 19 شاهدان د فواد حسن فواد خلاف د آمدن نه د زياتو اثاثو په اړه ثبوتونه نشي وړاندې کولی، د قامي احتساب قانون لاندې د پبلک فنډز عنصر شاملولو نه بغير کرپشن ثابت نه شي۔

د عدالت په فيصله کې وئيل شوي چې په دې مقدمه کې ټولې معاملې شخصي دي او په دې کې حکومتي فنډ شامل نه دي، د هغه بې نامه وؤ او د فواد حسن فواد سره هيڅ تعلق نه لري.

فيصله کښې وئيلي شوي چې په ريکارډ کښې داسې څه نشته چې فواد حسن فواد اثاثې د کرپشن او يا په غلطه توګه جوړې کړې، د مقدمې سمې پلټنه نه ده شوې۔

Leave a reply