په ایران کې ښځو ته به د جامو په اړه د شرعي قوانینو د سرغړونې سزا ورکړل شي

باغي ټی وی رپورټ
تهران: په ایران کې ښځو ته به د جامو په اړه د شرعي قوانینو د سرغړونې سزا ورکړل شي.

د ایران قضایه قوه وايي، د ښځو له خوا د حجاب لرې کول د ایران له اسلامي جمهوریت او ارزښتونو سره د دښمنۍ نښه ده او ښځې به د جامو په اړه د شرعي قوانینو د سرغړونې په خاطر مجازات شي.

د ایران د قضایه قوې په وینا، له هغو کسانو سره چې عامه نظم ته زیان رسوي، له ټولو لارو چارو کار اخلي او له هغو کسانو سره به هم سخت چلند وشي چې له دښمن سره همکاري کوي.

د یادولو وړ ده چې په ایران کې د حجاب د لیرې کولو په تور نیول شوې او په زندان کې مړه شوې مهسا امیني د مسلې په اړه پرله پسې لاریونونه شوي او په بهر کې میشتو ایرانیانو هم د حکومت پر ضد مظاهرې کړي دي.

په ایران کې هم د مظاهره چیانو او د قانون پلي کوونکو چارواکو ترمنځ نښتې شوي، چې په ترڅ کې یې یو شمېر کسان وژل شوي او سلګونه کسان نیول شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载