د ایراني او افغاني چارواکو د مذاکراتو پایله کې نیږدې ۳۰۰ افغان بندیان د ایران له زندانو ازاد او هیواد ته ستانه شول.

0
183

د ایراني او افغاني چارواکو د مذاکراتو پایله کې نیږدې ۳۰۰ افغان بندیان د ایران له زندانو ازاد او هیواد ته ستانه شول.

6 مارچ دوشنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د هرات ولایت اسلام قلعه بندر له لاري (۲۶۸) تنه افغان بندیان چې په ایران هیواد کې زنداني وو، د دواړو هیوادونو ترمنځ د مذاکراتو او توافق په نتیجه کې افغان حکومت ته وسپارل شول.

 

په یادو مراسمو کي په تهران کې د افغان سفارت سرپرست مولوي فضل محمد حقاني، د زندانونو عمومي مسئول مولوی محمد یوسف مستري، په هرات کی د بهرنیو چارو ریس مولوی شیر احمد عمار او نورو امارتي مسئولینو ګډون کړی و.

 

دغه توافق څو ورځي وړاندي د لوی څارنوال په مشري د بهرنیو چارو او محابسو عمومي ریاست د استازو په ګډون ایران ته د تللي لوړرتبه هیئت سره په تهران کي ترسره شو.

 

دغه ډول مثبت اقدامات به د دواړو هیوادونو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې او همکارۍ لا ژورې او پیاوړې کړي.

اړوند موضوعات

په ایران کې د افغاني او ایراني چارواکو تر مینځ د افغان بندیانو په خوشې کولو خبرې شوي.

 

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ایران د اسلامي جمهوریت د دې مثبت اقدام قدرونه کوي.

Leave a reply