فدرالي شرعي محکمې په خپله يوه پرېکړه کې ويلي، چې دولت حق لري د واده لپاره لږ تر لږه عمر وټاکي
باغی ټی وی رپورټ
فدرالي شرعي محکمې په خپله يوه پرېکړه کې ويلي، چې دولت حق لري د واده لپاره لږ تر لږه عمر وټاکي.
وفاقي شريعت عدالت د سندهـ د ماشومانو د ودونو د مخنيوي قانون، ۲۰۱۳ کې د واده د لږ ترلږه عمر په اړه د درخواست په اړه پرېکړه وکړه.
عدالت د کراچۍ نه د کم عمره نجلۍ آرزو فاطمې د پخواني مېړه علي اظهر درخواست رد کړ.
فدرالي شرعي محکمه په خپله پرېکړه کې وايي، دولت حق لري چې د واده لپاره لږ تر لږه عمر وټاکي، د دولت دغه کړنه له اسلامي احکامو سره په ټکر کې نه ده.
آرزو فاطمې اسلام قبول کړ او له علي اظهر سره یې په خوښه واده وکړ، د سندهـ سترې محکمې د آرزو فاطمې واده د ځوانۍ له کبله له علي اظهر سره غیر قانوني اعلان کړ.
علي اظهر د سندهـ د ماشومانو د ودونو د مخنیوي قانون 2A او 8 برخه چېلنج کړې وه چې له مخې یې په سندهـ کې د واده لږ تر لږه عمر ۱۸ کاله دی.