د یونان لومړي وزیر کیریاکوس میتسوتاکیس د اورګاډي د پیښې د قربانیانو له کورنیو څخه بخښنه وغوښته

0
258

باغی ټی وی رپورټ
د یونان لومړي وزیر کیریاکوس میتسوتاکیس د اورګاډي د پیښې د قربانیانو له کورنیو څخه بخښنه وغوښته.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د یونان لومړي وزیر د ټولنیزو رسنیو له لارې د اورګاډي په پېښه کې د وژل شویو ۵۷ کسانو له کورنیو څخه بښنه غوښتې او په فیسبوک کې یې په یوه بیان کې د دغې پېښې یادونه کړې او ویلي یې دي چې په یوه کرښه کې دوه بېلابېل لوري ته روان دي. راتلونکی اورګاډي نشي چلولی.

تر دې مخکې د یونان لومړي وزیر دغه حادثه یوه انساني تېروتنه بللې وه.

د بله پلوه په یونان کې د فبرورۍ په ۲۸ مه د اورګاډي د پیښې نه وروسته مظاهرې دوام لري چې په زرونو تنو په اتن کې په مظاهرو کې ګډون وکړ.

پولیس وايي، په اتن کې په مظاهره کې تر ۱۲۰۰۰ زیاتو کسانو برخه اخیستې وه، چې په ترڅ کې یې ۷ پولیس ټپیان شوي او ۵ کسان نیول شوي دي.

د پولیسو په وینا مظاهره چیانو پټرول بمونه استعمال کړل چې وروسته پولیسو اوښکې بهوونکی ګاز وکاراوه او مظاهره کوونکو په هوا کې د تورو غبارونو په خپرولو سره خپل احتجاج ثبت کړ.

د فبرورۍ په ۲۸مه په یونان کې د دوو اورګاډو د ټکر له امله ۵۷ تنه ووژل شول.

Leave a reply