د ملي هوايي شرکت PIA پیلوټانو د معاشونو د ټکس پر ضد استعفاوې پیل کړي دي

0
90

باغی ټی وی رپورټ
اسلام اباد: د ملي هوايي شرکت PIA پیلوټانو د معاشونو د ټکس پر ضد استعفاوې پیل کړي دي.

د هوابازۍ په اړه د قامي اسمبلۍ قائمه کميټۍ وئيلي دي چې د پي آئي اے پائلټانو تنخواګانو باندې د 35-40 فيصده ټېکس په ضد په لويه شمېره استعفې ورکړې ده۔

سرچينې وائي چې پي آئي اے دپائلټانو په تنخواګانو له 35 څخه تر 40 فيصده پورې ټيکس لګولى دى چې له مخې به يې د8 لاکه تنخواه لرونکي پائلټ ته 3.5 لاکه روپۍ اضافه ټيکس ورکول کيږي.

د کميټۍ غړې سائره بانو وئيلي دي چې تر دوولسو نه زياتو پيلوټانو خپلې استعفاوې وړاندې کړي دي کوم چې نه دي منل شوي ، د پي آئي اے د پروازونو وروستو ځنډ هم د پائلټانو کمي ده .

د هوابازۍ په اړه قائمه کمېټۍ کې د استعفا پخلی کولو سره د پي آئي اے چارواکو وئيلي چې د پائلټانو استعفاوې ترلاسه شوي دي د کوم نه پس چې حکومت پي آئي اے کښې د 250 نوي پائلټانو ګمارلو لپاره خط ليکلې دې۔

د پي آئي اے چيف کمرشل آفسر وئيلي دي چي حکومت تر اوسه د پائلټانو نوي استخدام په اړه جواب نه دے ورکړے، سپريم کورټ پي آئي اے کښي په نويو ګمارلو بنديز لګولي دي۔

Leave a reply