د پي ټي آئي چيرمين عمران خان د توشه خانه کيس کښې د ګرفتارۍ ناقابل ضمانت وارنټ منسوخ کولو لپاره عدالت ته خواست کړے دے
باغي ټی وی رپورټ
اسلام آباد: د پي ټي آئي چيرمين عمران خان د توشه خانه کيس کښې د ګرفتارۍ ناقابل ضمانت وارنټ منسوخ کولو لپاره عدالت ته خواست کړے دے۔
د تحريک انصاف چيرمين عمران خان وکيلانو د اسلام آباد سيشن عدالت لخوا جاري شوي ناقابل ضمانت ګرفتاري وارنټ منسوخ کولو لپاره عدالت کښې درخواست جمع کړے دے۔
د عمران خان له لوري د اسلام اباد په سيشن عدالت کې د وارنټ منسوخولو درخواست جمع کړی شوی دی.
ياده دې وي چې د اسلام اباد ايډيشنل سيشن جج ظفر اقبال د فرورۍ په ٢٨مه د توشه خانې په جرم کېس کې د نه حاضرېدو له وجې د عمران خان ناقابل ضمانت وارنټ جاري کړی وو.
تيره ورځ د تحريک انصاف چيئرمېن په دې مقدمه کښې فرد جرم لګولے شوے وو ولې هغه د طلب کولو باوجود عدالت ته نه وو وړاندې شوې۔
تيره ورځ د اسلام آباد پوليس د دغه وارنټ نوټس اخستو لپاره زمان پارک لاهور ته تللي وو چرته چي د پي ټي آئي کارکنانو او پوليس ترمينځه اخ و ډب رامنځ ته شو.