د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) د پاکستان په اقداماتو د اطمنان څرګندونه کړې او د سټاف لیول معاهدې ته یې شین سیګنل ورکړی دی

0
173

باغي ټی وی رپورټ
د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) د پاکستان په اقداماتو د اطمنان څرګندونه کړې او د سټاف لیول معاهدې ته یې شین سیګنل ورکړی دی.

دسرچينو له مخې دپاکستان اؤ ائي ايم ايف ترمينځ په ورچوئل خبرو اترو کې مثبت پرمختگ شوى اؤ امکان دى چې په روانه اوونۍ کې به ائي ايم ايف سره دعملياتو په کچه تړون لاسليک شي.

سرچينې وائي پاکستان د آئي ايم ايف لخوا په ورکړل شوؤ ټولو هدفونو کې پرمختگ کړى دى، آئي ايم ايف څلور ځله د ايم اي ايف پي هدفونو څخه راضي شوى دى، د عملې په کچه د معاهدې نه وړاندې وړاندې شوي هدفونه هم ترلاسه شوي دي.

سرچينې زياته کړې چې د بهرنيو اسعارو په ذخيره کې ښه والی د IMF وروستی شرط هم پوره کړی دی، د چين د پورونو په بدلولو سره د بهرنيو اسعارو زېرمو ښه شوی دی.

Leave a reply